له پروان ولايت نه په شينوارو ولسوالۍ کې په اصطلاح دنظم عامه پوليسو په ګزمه د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.
په خبر کې ويل شوي په پوليسو تېره ورځ ماښام 6 بجې د اشترشهر په سيمه کې وسلوال بريد وشو چې له سپکو او درنو وسلو څخه پکې کار واخيستل شو او پوره يوساعت يې دوام وکړ.
عيني شاهدان وايي د بريد په مهال 3 پوليس ووژل شول او 4 نور مرګوني ټپيان شول.
له دې علاوه 1 زغروال ټانګ او 1 رېنجرموټر هم ويشتل شوي چې پوره تخريب شوي دي.
2013-12-02
افغانستان